IQNA

په جکارتا کې د جومات او کلیسا ترمینځ د دوستۍ سرنګ  مخ کتنه وشوه

6:55 - December 15, 2024
د خبر لمبر: 3490314
ایکنا -  د انډونیشیا د ولسمشر  په شتون سره په یولړ دستورو کې  د دغه هیواد په پلازمینې  کې  داستقلال جامع جومات او  د کاتولیک جامع کلیساترمنیخ  ددوستۍ سرنګ  افتتاح شو .

 ایکنانیوز د آناتوي له قوله راپور راکړ،د تیرې پنجشنبې په ورځې د انډونیشیا په پلازمینې کې په یولړدستورو کې  د دغه هیواد د مسیحیانو او مسلمانانو  ددوو لویو عبادتځایونو ترمینځ د ؛دوستۍ سرنګ؛ په عنوان سره  یو سرنګ  افتتاح شو.

د انډونیشیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو  دغه سرنګ چې  دخپلواکۍ یا استقلال جومات   دمقدسې  بانو له کلیسا Our Lady of the Assumption) ) سره نښلوي ، مخ کتنه وکړه .

پرابوو، په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل؛ دغه سرنګ نه یوازې د دیني ټولنو دترمینځ د غږملتیا سمبول  دی، بلکې  دو حدت او ډولوالي  روح چې دانډونیشیا دم لت یوه ځانګړنه ده هم منعکس کوي. هغه زیاته کړه ،راشئ  په پر مختللی  او قدرمنې انډونیشیا کې  په  ورورلي  او زغم سره  ګډ سوله ایز ژوند وکړو.

ددغه سرنګ جوړول د ۲۰۲۰ کال په دسمبر کې پیل شول او  په ورپسې  کال کې په ستمبر کې پاي ته ورسیدل ، په عین حال کې د ډيکوریشن  او نورو فرعي کارونو په دلیل  چې ددغه سرنګ د ښکلا او سمبولیک بڼې په خاطر پلان شوي و، تر تیرې پنجشنبې پورې ئې  مخ کتنه ځنډیدلې وه. چې بلاخره د انډونیشیا دخلکو دغه آرمان هم پوره شو.

https://iqna.ir/fa/news/4254033/

captcha